د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايې چې تېره ورځ مازيګر شاوخوا پنځه نيمي بجې د دې ولايت د ښار صفا ولسوالۍ په اړونده سيمو کې د ولسي وګړيو پر تراکتور د سړک د غاړي ماين چاودنه کړې ده.
د زابل ولايت امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونى وايې ، چاودنه پر هغه تراکتور شوي چې پکښې ولسي وګړي روان وه .
هغه وايې چې ددي را منځته شوي پېښي پر مهال دوه ماشومان وژل شوي او شپږ تنه نور ولسي وګړي ټپيان شوي چې ټول نارينه دي.
قوماندان د ښخ شوي ماين پړه پر وسله والو طالبانو اچوي او وايې چې د دولت وسله وال مخالفين تل په عامه لارو کې ماينونه ايږدي.
تر اوسه کومي ډلې د پېښي پړه پر غاړه نه ده اخستې . .