ننګرهارکې۴پاڅونوال او تر ۱۰ډېرطالبان ووژل شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59289

دخبریدو نیټه : 2014-04-16

د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په حصارک ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال څلور پاڅونوال او يو شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل چې په يادې ولسوالۍ کې پرون ټوله ورځ د پاڅونوالو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه وه. هغه زياته کړه، د دې نښتې په ترڅ کې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او يو تن تپي شوى دى. د نوموړي په وينا، په دې نښته کې تر لسو ډېر وسله وال چې هم وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي، چې قوماندانان يې هم په کې شامل دي. دطالبانو پر وړاندي لومړی دغزني په اندړو ولسوالۍ کې ملي پاڅون راپورته شو، چې بیا دهیواد ګڼو نورو سیمو ته وغځید ،چې لاهم روان دي.