لسګونه معتادين له درملني وروسته رخصت کړل سول.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59293
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-17

په کندهار کي لسګونه په نشه يي توکو روږد کسان تر درملني وروسته خپلو کورنو ته واستول سوه.

دغه لسګونه کسان درې مياشتي وړاندي د پوليسو لخوا په ښار کي نيول سوي وه ، او په هغه مرکز کي يې درملنه کيدل، چي ٦ مياشتي وړاندي د کندهار د امنيه قومندان لخوا جوړ سوى دئ.

 ددغه مرکز څخه نن د پنجشبې په ورځ ٦٠ تنه معتادين د درې مياشتنۍ درملني وروسته  خپلو کورونو ته رخصت کړل سول.

د کندهار په امنيه قومندانۍ کي د نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت د کشف امر دوهم څارن محمد اسماعيل غوثي وويل، چي په نشه يي توکو دغه روږد کسان چي پوليسو درې مياشتي وړاندي په ښار کي نيولي وه، نن له اوږدې درملني وروسته خپلو کورنو ته ليږدوي.

نوموړى وايي، چي اوسمهال ددغو کسانو روغتيايي حالت سم دئ او دوئ باور لري چي له دې وروسته به ياد کسان نشه يي توکي نه استعمالوي او په ټولنه کي به د نورو سالمو انسانانو په څېر ژوند ته دوام ورکړي.

ښاغلى غوثي وايي، چي له دې وړاندي يې له دغه مرکز څخه ١٥٠ تنه په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه کړې ده.