نورمحمد نور:راتلونکي اونۍ به نوري قسمي پایلې هم اعلان شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59300

دخبریدو نیټه : 2014-04-18

د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکي وايي، په پام کې لري چې د ولسمشرۍ ټاکنو د يوې بلې برخې قسمي پايلې هم راتلونکې اونۍ اعلان کړي.د ياد کميسيون وياند نورمحمد نور، پرون دیوې ناستي په ترڅ کې وويل، چې دا ځل به د ولسمشرۍ د ټاکنو لوړه سلنه قسمي پايله اعلان کړي.هغه د قسمي رايو د پايلو ځانګړې ورځ او د رايو د سلنې په اړه معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه: "موږ په نننۍ ناسته کې پرېکړه وکړه، چې راتلونکې اونۍ به د رسنيو له لارې په لوړه اندازه قسمي رايې اعلان کړو."نوموړي څرګنده کړه، چې د ټاکنو کميسيون د پايلو د راټولونې په ملي مرکز کې ټول کارونه، د پلان له مخې پر مخ وړل کېږي او د دغه کميسيون کارکوونکي ډېره هڅه کوي، چې نورې قسمي پايلې هم ژر تر ژره اعلان کړي.د ټاکنو کميسيون د مهال وېش له مخې، ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي په ٤مه او وروستۍ پايلې د همدې مياشتې په ٢٤ مه اعلان شي.