د کندهار ولايتي شورا ته نوماند شاه محمود جلالي ووژل شو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59325
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-20


د کندهار د ولايتي شورا ته   نوماند  ډورنډ د کرښي په ها غاړه چمن کې  د وسلوالو په حمله کې ووژل شو
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال   وايې  چې  د شاه محمود جلالي په نوم د کندهار د ولايتي شورا دغه کانديد تيره ورځ په چمن ښار کې  د وسلوالو طالبانو په حمله کي ووژل شو او جسد يې  تيره شپه د کندهار ميرويس روغتون ته را انتقال شوی دی . .
د مينه پال په وينا تراوسه  پاکستان ته د وژل شوي کانديد د سفر هدف  په بشپړ ډول نه دی معلوم خو لمړني معلومات وايې چې هغه ناروغ وو او د درملني دپاره تللی وو ..
د دغه وژني مسووليت کومي  وسلوالي ډلې نه دی اخستی . 

A