په ارزګان کې څلور طالبان يو محلي پوليس ووژل شوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59365
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-24


د اروزګان چارواکې وايې چې د وسلوالو طالبانو سره د نښتې پر مهال څلور وسلوال طالبان وژل شوې او درې نور يې ټپيان کړيدې .
دغه نښته تيره ورځ( چهارشنبې ) ناوخته  د خاص روزګان ولسوالۍ د توري چينې په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه.  چې پوليس د وسلوالو له يوه کمين سره مخ شوه. د خاص روزګان ولسوالۍ د پوليس مشر دوهم څارن قاري نظر محمد  وايې چې په دغه نښته کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوی او دوه نور ملګرې يې ټپيان شوي دي.
د پوليسو دغه مشر وايې چې  د وژل شويو وسلوالو  دوه جسدونه د جګړې په ډګر کې پاته شوي دي .
د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايې  چي د خاص روزګان ولسوالۍ په شالۍ ناوه سيمه کې د دوی د ملګرو او پوليسو ترمنځ نښته کي ۸ ملي پوليس وژل شوي دي. 
هغه وايې چې په دغه نښته کې د دوې څلور ملګري هم ټپيان شوي .
.