په کلات کې ځانمرګي بريد څوارلسو تنو ته مرګ ژوبله واړول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59367
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-24

د زابل په مرک کلات کې ځانمرګي بريد دوه تنه ووژل او دوولس نور يې ټپيان کړل .
بريد د زرنج موټرسيکل څخه په ګټي اخستني نن مازيګر د ملي اردو پر کاروان وشو .
د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار وايې چې په پيښه کې د يوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي  او دوولس نور ټپيان دي .
ښاغلی رسوليار وايې چې د ماشوم تر څنګ د بل وژل شوي کس په اړه معلومات نشته چې ملکي دی که نظامي .
په ټپيانو کې څلور تنه د ملي اردو سرتيري هم شامل دي .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی