خاین مامورته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59958
زمری څرګند‎
دخبریدو نیټه : 2014-06-30

 ورځ دحساب سته ده دمېزان خبره
 ستاڅه حساب غواړي دحق میدان خبره
 ته خوخاین وې دمظلومو پرحق
 اوس جواب غواړي دوجدان خبره
 ترڅوعذاب دخپل عمل ووینې
 څودرڅه وسي دایمان خبره
 ته دقدرت پرچوکۍ ناست وې بېچاره دي هېروه
 اوس دمظلوموده غوښتنه دګرېوان خبره
 ترڅوخپل حق ستادژوندوني اخرت کي واخلي
 ترڅوجنت یي سي نصیب ده دارمان خبره
 اوس دي لاوخت دي پرمظلومو باندي رحم وکه
 کنه ژوندون ته دي ولاړه دطوفان خبره
 یوڅه هنر یوڅه ادب یوڅه اخلاص وکه ته
 ترڅو(څرګنده))دي هروخت وي هرزمان خبره