روژه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59964
محمد عثمان څولیزی‎
دخبریدو نیټه : 2014-07-01

 


 لـه یو بـل سره بـه ښـه کوو روژه ده
 نېکه لار بـاندې بـه تلـه کوو روژه ده
 سر مو ښکته لـه حراموبـه ځان ژغورو
 همېشـه بـه ټیـټ کاتـه کوو روژه ده
 روژه میـاشت درحمتونـو او برکت ده
 په دې میاشت کې بدي نه کوو روژه ده
 کـه روغتیـا، سلامتیا غواړې ملګریه !
لږخوبـونـه کـم خواړه کوو روژه ده
 پـه روژه کـې دوزخ اورنه آزادي ده
 دجنت پـه لـورخـاتـه کوو روژه ده
 پـه دې میاشت کې یوه شپه ده بختوره
 هغه شپـه کې بـه څه څه کوو روژه ده
 په روژه کې هرښه کارشي په څو چنده
 هر نېک چار به تل له زړه کوو روژه ده
 څولیزی
 ۸/۴/۱۳۹۳
 د روژې لومړۍ بامیان سولدریتي