رژیدلي سره ګلونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60112
حفیظ ملیار
دخبریدو نیټه : 2014-07-10

 

د زړ ګي واړه زخمونه مې شمیرلي
 خپل غمجن غمجن یادونه مې شمیرلي
 ته ویده وی تر سهاره درته ناس توم
 ستا د مخ واړه خالونه مې شمیرلي
 د امید ګلبڼ مې ټول له اغزو ډک دی
 رژیدلي سره ګلونه مې شمیرلي
 زما اوښکې ملغلرې پر مخ تللي
 د ګریوان څیری تارونه مې شمیرلي
 د ارمان کلي ته ځم ستړی ستومان یم ...
ځوانیمرګه قدمونه مې شمیرلي
 له حفیظ ملیار نه خوب له سترګو تللی
 انتظار کې سحرونه مې شمیرلي