غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60130
انــورشــاکــر
دخبریدو نیټه : 2014-07-11

 

زړګی مي واخلي په وجود مي شي هواره تبـه
 چي سـتا نه ځمه په ماراشـي سـم له واره تبـه
 نن خونشه نه یمه نن خومي څه څښلـي نه دي
 لـکـه چي داځلي جـوړیږي له خـومـاره تبـه
 دا پیاوړتیـا که نیمګړتیا مي داحساس ګڼي چي
 در څخـه اخـلمه الـهـام او هـم ناچـاره تبـه
 دوی چي ناجوړي شي دښارطرف ته منډي وهي
 مــوږ رانیولـي لـه طبیـبـه لـه بـازاره تبـه
 زماعلاج په جهـان نـه شته هسي ژوند تیروم
 زمـ¬ـا به وي تـر ځنکـدنـه ترمـزاره تبـه
 تا خوپه ژوند کي دمیږي ښیرا هم نه ده وړي
) شاکر) تا بـاندي راځـي لـه کـوم ازاره تبـه