ملي شورا د خالد هادي د خدمتونوستاینه وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60317
راحيله جواد- کابل
دخبریدو نیټه : 2014-07-20

د افغانستان ملي شورا د هڅاندو او مستحقو هیوادوالو د ستایلو په لړ کي نن د بېنوا ویبپاڼي د مشر خالد هادي حیدري ستاینه وکړه.

په هغو مراسمو کي چي نن د خالد هادي حیدري د خدمتونو د ستایني په موخه ترتیب سوي ول؛ د ملي شورا  د دواړو خونو ( مشرانو جرګې او اولسي جرګې ) لخوا ښاغلي هادي ته دوي بېلي  تقدیرنامې ورکړل سوې.

خالد هادي د بېنوا او لسګونو نورو پښتو ویبپاڼو، سي این این تلویزون  او ګڼو نورو لویدیځو رسنیو سره د همکارۍ، ادبي، فرهنګي او  هغو ټولنیزو هڅو له مخي وستایل سو چي په کلونو یې د هیواد د سوکالۍ په موخه کړي دي.

د مشرانو جرګې په استازیتوب سناتور بسم الله افغانمل؛ د ښاغلي هادي پر لاسته راوړنو تمرکز وکړ. ددغي جرګې د مشر په لاسلیک تقدیرنامه د  مشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان لخوا ورکړه سوه

همدا راز د اولسي جرګې له لوري  د ترتیب سوې تقدیرنامې د ورکړي پر مهال د جرګې په استازیتوب بي بي حمیدې یوسفي؛ خالد هادي یو نه ستړی کېدونکی، مبتکر او رښتینی ژورنالیست وباله. مېرمن یوسفي د ښاغلي هادي څخه د روانو هڅو پر دوام د ټینګار غوښتنه وکړه.

امریکا مېشتی افغان شاعر، لیکوال او ژورنالیست خالد هادي تردې وړاندي هم د ګڼو ټولنو او مرکزونو لخوا ستایل سوی دی او هم ئې د ادب غوټۍ  کلنۍ  زرغون مډال او جايزه  تر لاسه کړې .

خپل هیواد ته تر وختونو وروسته د خالد هادي دغه سفر که نوموړی د کندهار د والي تر شخصي زندانه ورساوه؛ دا دی د قانون جوړوونکي ارګان د ستاینو تر سټېجه یې هم لوړ کړ.