هلمند : د دریو میلیونو په لګښت پروژی څخه کار نه اخیستل کیږي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60353
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-07-21

دغه سوړ ساتنځای د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ له خوا د ۲/۸۹ میلیون ډالره په لګښت په لس جریبه ځمکه کې جوړ سوي دي .

د افغانستان د بیا رغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې، سیګار، په خپل یوه وروستي راپور کې ویلې چې دغه پروژه دوه کاله وړاندي بشپړ سوي خو تر دی دمه تری کار ندی اخیستل سوي .

د سیګار  اداره وایې چې د پروژي د کار تر بشپړیدو وروسته یی د ۲۰۱۳ په وروستي میاشت کې افغان حکومت ته سپارلي.

د ګرشک ولسوالي محمد فهیم موسې زی منی چې دغه پروژه دوی ته سپارل سوې خو نوموړي پردي راته ږغیږی چې ولي تر دی دمه تر کار نه  دی اخیستل سوي .

(دغه د تازه میوی فابریکه او سوړ ساتنځای د سوداګری وزارت پوری اړه لری ،چې یا خپله تری کار واخلی او یاهم بل چاته یی په قرار داد ورکړی ، د هلمند سیمه ییز اداره ددی صلاحیت نلری چې دغه فابریکه چاته په قرارداد ورکړی ، خو موږ موده وړاندې د امریکایی ځواکونو څخه دیوه هیت په شتون کې تسلیم کړی ده )

ښاغلي موسي زی وایی چې ددغه پروژی له پیل نه د هلمند له چارواکو سره مشوره نه ده سوي .

د نوموړي په خبره  چې دغه سوړ ساتنځای چې د امریکا د پوځ له خوا جوړ سوي د شاوخوا د احاطی دیوال نه لری چې دده په خبره د خوندیتوب لپاره یی خورا اړین دي .

د افغانستان د بیا رغونې د څار ځانګړې امریکايي ادارې، سیګار په خپل راپور کې ویلې چې ددغه پروژی له مخي پر ۳۰۰۰ متر مربع باندی سوړ ساتنځای او پر څه باندی ۴۰۰۰ متر مربع باندی د وچي میوي د پروسس لپآره ودانی جوړی سوي دي .

دغه سیمه کې وړاندي د پنبه د پروسس یوه لویه فابریکه وه چې افغانستان ته د ناټو ځواکونو له راتګ سره سم په یوه هوایی برید کې ځکه  له منځه یو وړل سوه چي ویل کیده طالب جنګیالي د پوستې کار تری اخلي . .

د هلمند چارواکي وایی چې په نوموړی فابریکه کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنو کارګرو کار کوي .