په غزه کې د وژل شوو شمېر تر۵۰۰ واوښت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60359
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-22

پرون هم پر غزې د اسرائیلي ځواکونو هوايي بمبار دوام درلود. د راپورونو له مخې اسرائيلي پوځیانو د غزې پر یوه روغتون برید کړی چې په پایله کې یې پنځه فلسطینيان وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپیان دي. د فلسطیني چارواکو او د روغتون ډاکټرانو په وینا په دغه بمبارۍ کې د روغتون ډېره برخه ویجاړه شوې. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي وو پر غزې د اسرائیلي یرغل د پای ته رسولو لپاره هلې ځلې کوي. فلسطیني چارواکو ویلي د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر ۵۰۰ کسانو اوښتی دی.