دواړه نوماندان پر یوې نوې کړنلارې کار کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60361
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-22

د ولسمشرۍ د دواړو کانديدانو ټاکنيزې ډلې د يوناما په منځګړتوب پر يوې داسې کړنلارې کار کوي چې له مخې به يې رايې تفتش شي او تر لاسه شوې پايلې به دواړه لوري و مني. دواړه ټاکنيزې ډلې تمه ښيي چې دغه لايحه به وروستۍ شي. د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همګرايۍ د ټيم وياند فاضل سنچارکي او د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ټيم وياند نعمان شينواري ویلي چې دا کړنلاره به د رايو د باطلولو ميکانيز مشخص کړي. شينوارى وايي چې په دې خبرو کې د رايو د تفتش لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او دواړو نوماندانو له خوا پر وړاندې شويو معيارونو دواړه ډلې بحث کوي او يوناما د منځګړي په توګه د دواړو لوريو نظرونه اوري او "اوسط حد" ورته ټاکي.