سون یوشي: په افغانستان کې د وسلې پر ځای د اقتصادي رفا د زیاتېدو هیله لرو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60392
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-24

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وايي هېواد یې هیله من دی چې په افغانستان کې وسلې کمې او اقتصادي رفاه زیاته شي. سون یوشي له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې ویلي چین افغانستان ته ته د یوه مهم ګاونډي په سترګه ګوري او هڅه کوي په دغه هېواد کې خپل رول پياوړی کړي. د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې ده ویلي چین د یو پیاوړي او با ثباته افغانستان غوښتونکی دی او «موږ هیله لرو چې په افغانستان کې وسلې کمې او اقتصادي رفاه زیاته شي». د چین ځانګړي استازي وايي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي. ولسمشر کرزي د افغانستان په اقتصادي ډګر کې د چین د همکاریو او پانګونې د هرکلي تر څنګ ویلي چې چین د افغانستان د سولې په پروسه کې ډېر مهم نقش لوبولی شي ځکه چې نوموړی هېواد هم د افغانستان دوست دی او هم له پاکستان سره ‌ډېرې نږدې اړیکې لري.