د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې چاودنې ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ویل کېږي چاودنه نن له غرمې وړاندې د ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده. لومړني راپورونه وايي چې په دې چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۱ نورټپیان شوي چې د اتو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.