ترافیکي پېښې د کابل – جلال اباد پر لويه لار۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60395
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-24

د کابل – جلال اباد پر لويه لاره نن سهار په يوه ترافيکي پېښه کې ٨ تنه مړه او ٢١ نور ژوبل شوي دي. دا پېښه نن سهار په شاوخوا شپږ نيمو بجو د يادې لويې لارې په اوږدو کې دسروبي د نغلو په ساحه کې رامنځته شوې ده. عیني شاهدان وايي چې په نغلو کې درې موټر سره ټکر شوي دي. د دوی په وینا دغه ترافيکي پېښه د يوه سرف موټر د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې. د سروبي د روغتون کارکوونکي ډاکټر عطاء محمد ميازاده وايي چې دوى ته ٨ مړي او ٢١ ټپيان راوړل شوي دي. د نوموړي په وينا، په مړو او ټپيانو کې يو شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.