د رایو د تفتیش پروسه بېرته پیل شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60398
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-24

د ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو رايو د تفتيش پروسه له ٤٠ ساعتونو ځنډ وروسته نن سهار بېرته پيل شوه. دغه پروسه د رايو د بيا څېړنې بهير د چنګاښ مياشتې په ٣١ مه مازديګر ٥ بجې د ځينو بې نظميو له امله ودرېد. خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي، چې د راى پاڼو د تفتيش بهير د دواړو نوماندانو د تخنيکي ټيمونو تر منځ د ناسم پوهاوي او ځينو ابهامونو له امله د چنګاښ مياشتې په ٣١ مه مازديګر مهال درېدلى و او نن سهار اوه بجې بېرته پيل شو. نور زياته کړه، چې شته سوء تفاهم او ستونزې د تېرې ورځې په ناسته کې حل شوې او نن به د سل سلنه رايو تفتيش په ډېره چټکتيا او زياتو کاري ټيمونو سره له سره پيل او په منظمه بڼه پيل شي.