په ارزګان کې چاودني څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله واړول.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60399
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-07-24


د اروزګان ولايت د امنيت آمر محمد اسلم کوچى وايې ، چې نن سهار شاوخوا لس بجې ددي ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند په سر مرغاب سيمه کې چاودني څلورو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د اسلم خان کوچي د معلوماتو پر اساس په سرمرغاب سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري دوه کړۍ ماينونه اېښودل شوي وه،  چې پوليسو ته يې په اړه راپور ورکول سوى و.
هغه وايې چې لومړى ماين خنثى شوى او دوهم ماين د خنثى کيدو پر مهال چاودنه کړي او په ترڅ کې يې دري پوليس ټپيان سوي او يو بل تن وژل شوى دى.
وژل شوی پوليس د پوليسو قوماندان موسی کليم دی .
تر اوسه پوري کومي ډلې د دې پېښي په اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي..