المان ژمنه وکړه ،چې له افغانستان سره به دامنیتي ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60403
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-24

افغان ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې د آلمان له دفاع وزیرې، اورسلا وان دېرلېن سره په ارګ کې وکتل. په دغه کتنه کې دواړو خواوو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او آلمان ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو پردوام، له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون، د ناټو د حضور پردوام، د امنیتي مسوولیتونو دلیږد، دټاکنو او د سولې د بهير په اړه خبرې وکړې .د آلمان د دفاع وزيرې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو او روغتیا په برخو کې د تېرې یوې لسيزې د پرمختګونو په اړه خوښي څرګنده کړه او هغه يې وستايل. نوموړې ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې آلمان د افغانستان دوست هېواد دی او له دې هیواد سره به په بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو روزنه کې مرسته وکړي د ولسمشر حامد کرزي وویل چې آلمان د افغانستان دوست هېواد دی او دا تاریخ ثابته کړې ده. کرزي زیاته کړه افغانان له آلمان سره پر نږدې اړیکو خوشاله دي .