وسلوالو یاغیانو دغور کابل پر لویه لار۱۴مسافر وژلي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60407
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-07-25

وسله والو تېره شپه د غور– کابل پر لويه لاره له دوو موټرو څخه ١٨ تنه کښته کړي او ١٤ تنه يې وژلي دي.د غور امنيه قوماندان مل پاسوال احمدفهيم قايم وويل، دا پېښه تېره شپه ١٢بجې د غور ښار د بادګاه په سيمه کې رامنځ ته شوې ده. هغه وايي،چې وسله والو د ملي اردو له يونيفورم څخه په استفادې دا کسان تر ښکته کولو وروسته پر ډزو سره وژلي دي. قايم زياتوي، چې په وژل شوو کې درې مېرمنې هم شاملې دي ؛خو له ديادې پېښې څلور تنه ژوندي هم پاتې شوي دي. د امنيه قوماندان په وينا، وژل شوي ټول مسافر دي ،چې غوښتل یې خپلو کورونو ته لاړ شي . قایم زیاته کړه دغه سپرلۍ وسلوالو یاغیانو وژلې خو طالب اورپکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .