نور:د رایو د تفتیش په موخه کاري ټیمونه زیاتوو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60409

دخبریدو نیټه : 2014-07-25

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایې، د ولسمشریزو ټاکنو د مشکوکو رایو د تفتیش او باطلیدو چارو د چټکتیا په موخه یې کاري ټیمونه ډیرکړي دي. د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل ، چې سر له سبا به په هر شفټ کې سل سل ټیمونه کارکوي. نور زیاته کړه ،چې د ورستیو پایلو په اړه تصمیم به دټاکنو کمیسیون نیسي او ملګري ملتونه به د څارونکي په توګه ورسره کار کوي.نور زیاته کړه ، چې دټاکنو۶۰ په سلو کې مواد مرکز ته رارسیدلي دي. ده وویل ، چې د فراه مواد هرات ته رسیدلي او هیله ده چې نن به مرکز ته را ورسیږي. نور وویل، چې د دواړو ټیمونو له خوا ۹۲۷ ناظرین ۵۵۲ نړیوال مشاهدین او ۳۳۱ هم ملي څارونکي دي، چې دټاکنو له خپلواک کمیسیون سره ثبت شوي او ټول ټال ۱۸۱۰ته رسیږي . نور زیاته کړه ملګرو ملتونو ورته دیوې طرحې وړاندیز کړی، چې د ټاکنو دخپلواک کمیسیون غړي ورسره په خبرو بوخت دي او جزیات به یې وروسته په ډاګه شي .