د يوه روغتيايي بنسټ دوه ښځينه کارکوونکې په رڼا ورځ په هرات ښار کې په ډزو ووژل شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60411

دخبریدو نیټه : 2014-07-25

رشادسادات

د يوه روغتيايي بنسټ دوه ښځينه کارکوونکې په رڼا ورځ په هرات ښار کې په ډزو ووژل شوې.

د هرات چارواکي وايي، دغه ميرمنې د فنلنډ اوسېدونکې او د صحت رواني موسسې (IAM) کار کوونکې وې .

دغه موسسه له اتلسو کلونو راهيسې په هرات کې روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

فضل الله وحيدي وايي دغه بريد ددولت دوسله والومخالفينوله لوري رامنځ ته شوى اوهغوي غواړي دداډول کړنوپه ترسره کولوسره دهرات امنيتي وضعيت ګډوډ کړي .