...

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60418
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2014-07-25

 

 

سوو زخمونو ته له اوره هیله نه لرمه
 نه درته ګورم، مه راګوره هیله نه لرمه

 د موسکو سترګو په انداز باندي چي نه خپلېږې
 ژبه مي ګونګه ده، له زوره هیله نه لرمه

عکس مي واخله په واټونو کي یې وسوځوه
 د نامردانو څخه نوره هیله نه لرمه

 زه چي د خپل زړه په ساحل کي ارام وغوړېږم
 نوره له کوره او له ګوره هیله نه لرمه

 چي دا خپل سر پر اوږو وانخلمه یو یې نه سم
 دې مسوولیت ته مي له وروره هیله نه لرمه

 که پر مین یمه؛ کابل مي دی، هارون یې یمه
 چي مي قاتل دی؛ له لاهوره هیله نه لرمه

 ۲۶-۰۷-۲۰۱۴ کابل