د کندهار ريګستان ولسوالي د وسله والو تر بريدونو لاندي ده .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60420
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-07-26

تر سلو زياتو وسله والو د تيري ورځي راهيسي د کندهار سرحدي ولسوالي ريګستان  تر بريدونو لاندي راوستې ده او نن ( شنبه ، د زمري څلورمه ) هم دوام لري .
وسله وال  ، چې د سرچينو په حواله د ډورنډ د کرښي د ها غاړي څخه را اوښتي دي ، د ولسوالۍ مقر ته يې نژدي بريدونه کړي دي .
د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال ، پر ريګستان ولسوالي د وسله والو بريد تاييدوي او وايې ، چې د هغوی سره د مقاومت دپاره سيمي ته ځانګړي ځواکونه هم رسيدلي دي .
په دې وروستيو کې د کندهار پر سرحدي ولسواليو بريدونه زيات شوي دي او تر دې مخکي د سپين بولدک او ښوراوک ولسواليو پر يو شمير سيمو هم ګڼو وسله والو بريدونه وکړل .
د کندهار چارواکي دواړو لورو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو څخه ناخبري ښيي خو امنتي سرچيني وايې چې يو شمير پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
امنتي چارواکي وايې ، چې بريدګر د پاکستان ، چيچنيا او برما هيوادونو اوسيدونکي دي .
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .