کندهار : خلک اختر ته تياري نيسي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60425
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-07-26

د کوچني اختر په را رسيدو سره په کندهار کې د خوراکي توکو بيي لوړي شوي دي خلک پر دکاندارانو ږغ کوي چې د انصاف څخه کار واخلي ،  ښاريان  د پوليسو څخه غواړي  ، چې  خلکو سره سم چلند وکړي او د اختر په شپو او ورځو کې امنتي تدابير ټينګ کړي .
د دې ولايت  امنتي چارواکي په ټول ولايت کې د ګډو ځواکونو له لوري امنتي ډاډ وړاندي کوي او وايې چې د خلکو د ساتني دپاره يې منظم پلانونه په لاره اچولي دي . 

په کندهار کې   د اختر دپاره ډول ډول خوراکي او اړينو توکو د دې ولايت په مرکز کې بازارونو  ته نوی رنګ ورکړی دی ،
د کندهار  ښاريان د خوراکي او اړينو توکو د ګرانو بيو څخه شکايت کوي  او  خلک د نظم په نه ساتلو تورنوي خو تر ټولو لوی شکايت له پوليسو لري ، چې خيني وختونه ورسره ناسم چلند کوي ، د کندهار ښاريان د امنتي چارواکو څخه غواړي ، چې د اختر په شپو او ورځو کې امنتي تدابير ټينګ کړي او څوک پرې نه ږدي چې د خلکو په منځ کې  خونړي بريدونه وکړي .
د کندهار ښاريان  د دولت پر وسله والو مخالفينو هم ږغ کوي ، چې له جګړې او بريدونو څخه لاس واخلي او نورو خلک ونه وژني ، خو د دې غوښتني په منلو کې د دولت د وسله والو مخالفينو څخه ناهيلي هم ښکاره کوي .
د ښار په مهمو واټونو او بازارونو کې افغان امنتي سرتيري  ليدل کيږي ، چې د امنيت په ساتلو او د ترافيکي نظم په ټينګولو بوخت دي .
دلته چارواکي خلکو ته ډاډ ورکړي ، چې امنتي پلانونه يې قوي دي او څوک نه پريږدي ، چې د خلکو ارام ژوند نارام کړي .
د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايې ، د پلان نوی تکتيک يې دا دی چې په شخصي جامو کې يې خلک مقرر کړي دي څو د هر ډول ورانکاري فعاليت مخه ونيسي .
کندهار ، يو د نارامو ولايتونو څخه دی  ، چې تر نسبي امنيت وروسته يو ځل بيا امنتي پيښي زياتي شوي دي او د سرحدي ولسواليو تر څنګ په يو شمير نورو سيمو کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه تر سترګو کيږي .
 .