وسلوالو په لوګرکې دری لمونځ کوونکي وژلي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60426
سید جلالزی
دخبریدو نیټه : 2014-07-26

چارواکي وایي وسله والو یاغیانو په لوګر ولايت کې درې لمونځ کوونکي له جوماته را ایستلي او بیا پرې ډزې کړې چې په پایله کې یې دری واړه وژل سوي دي . د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش وايي چې دا پېښه تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ د کِشم کلا په سيمه کې رامنځته سوې ده. د والي وياند وايي، څو وسله والو د يادې سيمې له يوه ځايي جوماته د ماخوستن د لمانځه پر مهال درې تنه لمونځ کوونکي را ايستلي او او بيا يې جومات ته څېرمه په ډزو وژلي دي. دورېش زياتوي، چې وژل سوي ملکي وګړي وو او دولتي دندې يې هم نه درلودې. نوموړي دا پېښه د وسلوالو یاغیانو کار بولي او وايي چې د څرنګوالي په اړه يې څېړنې پيل سوې دي. طالب اورپکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.