د نیکمرغه کوچني اختر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60432

دخبریدو نیټه : 2014-07-26

د پوهني جلیله وزارت عالي قدر مشرتابه، د معارف مقدس کاروان مخکښانو او ټولو درنو دوستانو؛

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته،

  په داسې حال کې چې په خیر او پوره حوصله مندۍ سره د روژې مبارکې میاشتې د پای ته رسیدو له امله د متعال خدای ج له دربار څخه درته د لازیات اجر او اخروي الهي نعمتونو هیله کوم،  تاسو او ستاسو درنو کورنیو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله مبارکي وایم.

هیله ده چې الله متعال په خپل دربار کې ستاسو د اطاعاتو او عبادتونو په قبلولو سره د تل په څیر دغه بختورې ورځې مو په ژوند کې بیا بیا تکرار او دغه سپیڅلې شیبې پر افغان کړیدلي ولس د تپل شوې روانې غمیزې د پای ته رسیدو څرکونه له ځانه سره راوړي.

په درنښت

غلام جیلاني همایون

د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال