په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۰۰۰ اوښتی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60437
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-27

د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي چې په غزه کې د اسرائيلي بریدونو په پایله کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۰۰۰ اوښتی. اسرائيلي پوځیانو ۲۰ ورځې وړاندې پر غزې هوايي بمباري پیل کړه. د ملګرو ملتو د شمېرو له مخې په وژل شویو فلسطینیانو کې ډېری یې ولسي وګړي دي. دا شمېرې وروسته له هغې په ډاګه شوې چې اسرائیل او حماس پر ۱۲ ساعته اوربند سلا وکړه. د اوربند موخه دا وه چې په دې موده کې هغو فلسطیني وګړو ته د اړتیا وړ توکي ورسول شي چې د جګړې له امله زیانمن شوي او د ملګرو ملتو په مرستندویه ودانیو کې یې پناه اخیستې.