بولدک : د جنرال رازق پر کور او ميلمستون اتو بريدګرو بريد کړی دی .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60439
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-07-27


د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق پر کور بريدګر ټول اته تنه دي .
په لمړيو کې چارواکو د دريو تنو خبره کول خو اوس يې شمير اته تنه ښيي .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايې ، چې بريدګرو نن سهار غوښتل څو د کندهار د امنيه قوماندان کور او ميلمستون ته ننوخي ، چې د پوليسو له لوري يې مخه نيول شوې ده .
درانی زياتوي ، چې بريدګر  په ځانونو کې د چاوديدونکو توکو واسکټونه هم لري ، چې تر دې مهاله د پوليسو له لوري او خپله د بريدګرو په واسکټونو شپږ تنه وژل شوي دي او دوه تنه لا په مقاومت بوخت دي .
ويل کيږي ، چې بريدګر په سيمه کې د يوې ښوونځي په ودانۍ کې دي ، ضيا درانی وايې ، چې تر دې مهاله د امنتي سرتيرو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلي  په اړه معلومات نشته او سيمه لا هم تر خطر لاندي ده .
د بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی .