غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60444
عبدالولی سرتور‎
دخبریدو نیټه : 2014-07-27

 


 
نه مو زړه پاتې نه ځیګر ساتلی
 هسې سینو کې مو پرهر ساتلی
 خلک ژوندون کوي د ژوند لپاره
 مونږه د سر په بیه سر ساتلی
 په هسې کور به سړی څه وکاندې
 چې مو دیوال بایللی ور ساتلی
 دې نننیو نه خلاصون پکار دی
 خپلو ځانونو ته مو شر ساتلی
 ای بریتورو لږ څه شرم وکړئ
 نه مو لر وساته نه بر ساتلی
 د نا انصافه خلکو څه ووایم
 په یوه ګوته یې پټ لمر ساتلی
 سپینې کوترې پروازونه وکړه
 تا کومې ورځې ته وزر ساتلی
 سرتوره ومره ستا ځواني ستا مینه
 چې نه منګی نه مو ګودر ساتلی