افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر وسله والو مخالفینو د سولې غږ وکړ.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60451
باچاه پښتونزوی
دخبریدو نیټه : 2014-07-28

افغان ولسمشر حامد کرزي د اختر له لمانځه وروسته یوځل بیا پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې له جګړې او افغان وژنې لاس واخلي. ولسمشر وویل که څه هم د ټاکنو پرمهال امنیت خوندي وو خو د رایو شمېرلو پرمهال وسله والو یوځل بیا بریدونو ته زور ورکړی. نوموړي وویل په همدې موخه ګڼ بهرني ترهګر افغانستان ته راغلي،چې دافغان ولس امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي خو افغان ځواکونه یي پر وړاندې پوره چمتوالی لري .