په هرات کې د پوځ دری سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60452
باچاه پښتونزوی
دخبریدو نیټه : 2014-07-28

په هرات کې د سړک غاړې بمي چاودنې دملي پوځ یو سرتیری وواژه او دوه نور یي ټپیان کړل. د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزی وایی،ملي پوځ ته دغه مرګ ژوبله هغه مهال واوښته،چې تیره شپه یي په میراله سیمه کې د ګزمې موټر پر ماین برابر شو. د عمرزي په خبره په دغه پېښه کې د یو سرتیري د وژل کیدو او دوو نورو د ټپي کیدو ترڅنګ دملي پوځ موټر هم ویجاړ شوی دی. تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.