پاکستاني ځواکونو یو ځل پر کونړ توغندیز بریدونه کړي،چې خلکو ته یي مالي زیانونه اړولي.
د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل وایي، له تیر ماښام راهېسې پاکستاني ځواکونو د یورند کرښې له هاغې غاړې پر دانګام،شیګل او مرورې ولسوالیو ۷۱ توغندي را توغولي.
سیدخېل وایي، په دغه بریدونو کې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي.
د سید خېل په خبره،پاکستاني ځواکونو د ټولو اصولو خلاف دختر په شپه هم خلک له ویر سره مخامخ کړل.