حشمت خليل کرزی شپاړس کلن ځوان په ځانمرګي بريد وواژه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60455
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-07-29

د کندهار قومي مخور ،  د کندهار ولايتي شورا ته نوماند او په سويل کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين مسوول حشمت خليل کرزی نن سهار ځانمرګي بريد وواژه .
بريد نن سهار شاوخوا لس بجې ، د هغه په پلرني ټاټوبي  کرز کې په خپل کور کي پرې وسو .
عيني شاهدان وايې ، چې بريدګر چاوديدونکي توکي په لنګوټه کې ځای پر ځای کړی وه ، چې د اختر د مبارکۍ پر مهال يې د خلکو په منځ کې ځان تير کړی وو ، لمړی يې  د ښاغلي کرزي سره ستړې مسي او باڼدار کړی وو او کله چې يې د تګ پر مهال  د خدای پاماني کول ، خپلو چاوديدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړې  او نوموړی يې وژلی دی .
په بريد کې د هغه يو ساتونکی هم ټپي سوی دی .
د کندهار چارواکي د پيښي پخلی کوي ، پوليس په سيمه کې خبريالان د پيښي ځای ته نه پريږدي .
د بريد مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .
حشمت خليل کرزی د  ولس مشر د تره زوی او په کندهار کې د پراخ نفوذ درلودونکی وو  ، نوموړی د ولايتي شورا په لمړي لست کې بريالی سوی وو او د ليست په سر کې يې نوم راغلی وو .