کندهار : د حشمت خليل کرزي جنازه په کرز کې خاورو ته وسپارل سوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60458
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-07-29

په کندهار کې د قومي مشر حشمت خليل کرزي د جنازې مراسم نن ماښام ناوخته په کرز کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل سوه .
د جنازې په مراسمو کې د حشمت خليل کرزي ورور حکمت کرزي ، د ولس مشر وړونو شاولي خان کرزي او محمود کرزي ، قومي مشر جميل کرزي ، د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال ،  د لوی کندهار مخورو ، د ولايتي شورا ټولو غړو او سلګونو عامو اوسيدونکو ګډون پکښي کړی وو .
حشمت خليل کرزی نن سهار په خپل کور کې ځانمرګي بريد وواژه .
د کندهار مرستيال والي ، قومي مشرانو او مخورو د نوموړي وژنه په کلکو ټکو وغندل او د هغه وژنه يې د لوی کندهار دپاره لويه تشه وبلل .