په هلمندکې دبشري حقونودخپلواک کمېسیون ځاي مشرمحمد بلال صدیقي وویل دهلمندپه مرکزي زندان کې دزندانیانوسره ناوړه چلند کیږي چې دغه کاردوی انديښمن کړي دي .
دهغه په خبره دغه ستونزه یي له اړونده چارواکوسره هم شریکه کړې ده خوتراوسه یې دحل کولوپه برخه کې کوم مثبت ګام نه دي پورته شوی .
صدیقي وایي، د دوی دوسیي هم پرخپل وخت نه دي څیړل شوي چې دزندانیانوحقوق اوس مهال په ځينو مواریدوکې په بشپړه توګه ترپښولاندي شوي دي .
هاخوا د هلمند والي بیا له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه بې خبري ښيي او وايي په دې اړه به پلټنې وکړي.