سن یوشي: په افغانستان کې به د ثبات لپاره هڅې وکړو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60464
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-30

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وايي هېواد به یې په افغانستان کې د ثبات لپاره هڅې پراخې کړي. سن یوشي په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د ده اصلي ماموریت هم د دغه ډول هڅو پراختیا ده. د چین ځانګړي استازي په سیمه کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار کړی او ویلي دي، هغه هېوادونه چې ترهګر په کې پټ دي باید له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.