ارزګان: د اختر په ميله کې چاودني ۱۳ تنه ټپيان کړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60468
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-07-30

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې  د خلکو په ميله کې  چاودني ۱۳ تنه ټپيان کړل .
چاودنه نن چهارشنبه لس بجې ، د مرکز ترينکوټ اړوند د منار څلور لاري په سيمه کې  د ملکي وګړو په ميله ځای کې وشوه .
د ارزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمد اسلم کوچی وايې ، چې په پيښه کې  ټول ۱۳ تنه ټپيان شوي ، چې دوه يې پوليس او پاتي يې ټول ملکي وګړي دي .
کوچی وايې ، چې د ټپيانو زخمونه سطحي دي او په ملکي وګړو کې ماشومان هم شامل دي .
چارواکي وايې ، چې چاوديدونکي  د  ( هرات ) په نوم د ايسکريم په ګاډۍ کې ځای پر  ځای شوي وه ، د امنيت امر وايې چې د نوموړي ايسکريم کمپنۍ مسوولين يې د پوښتنو دپاره راغوښتي دي .
د پيښي مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی .