په هلمند کې د نومول شوي ولسوال په ګډون شل طالبان وژل شوي دي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60469
باچاه پښتونزوی
دخبریدو نیټه : 2014-07-30

په هلمند کې د نومول شوي ولسوال په ګډون شل طالبان وژل شوي دي. د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي،د سنګین لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا ناصراو شل وسله وال دافغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي. ځواک وایي، په دغه عملیاتو کې د ساروان کلا،بارکزو،نسوزو او یو شمېر نورې سیمې د وسله والو له موجدیته او ماینونو پاکې شوي دي. د ځواک په خبره، په عملیاتو کې یو پولیس وژل شوی او دری پولیس او یو د ملي اردو سرتیری ټپیان شوي دي. د والي ویاند وایي،د وروستیو جګړو له امله ګڼې بې ځایه شوې کورنۍ هم بیرته خپلو سیمو ته ستانې شوي دي