د شنبې پر ورځ به د رایو بیا شمېرل پیل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60475
باچاه پښتونزوی
دخبریدو نیټه : 2014-07-31

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر وایي،چې د شنبې پر ورځ به یوځل بیا د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو بیا شمېرل پیل شي. ډاکټر احمد یوسف نورستاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استاري سره په یوه ګډه خبری غونډه کې وویل،چې دواړو نوماندانو په اصولو کې هوکړه کړې،چې د ټاکنو یولس مادی به مني . نورستاني وویل، د راتلونکې شنبې پر ورځ به د چیک لیستونو تګلاره عملي شي، د تفتیش لپاره به په دوو شیفټونو کې سل سل ټیمونه کار وکړي، چې هر شیفټ به اته ساته کار کوي، که اړتیا وي، نو په هر شیفټ کې به ۱۲۰ ټیمونه جوړ کړي. په افغانستان کې دملګرو متلونو ځانګړي استازي یان کوبیش وویل، د رایو بیا ارزونې د بهیر هر راز ځنډول د هېواد پر سیاسي او اقتصاد وضعیت ناوړه اغېز کوي او رای شمېرنه باید پر ټاکلي وخت پای ته ورسېږي