په ترافیکي پېښه کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60476
باچاه پښتونزوی
دخبریدو نیټه : 2014-07-31

نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل ګردیز د لویې لارې په اوږدو کې د تېرې کنډو په سیمه کې ترافیکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. رپوټونه وايي په پېښه کې څلور کسان مړه او پنځه ټپيان شوي دي. د ګردیز ملکي روغتون مشر حیاګل پکتین وايي ، په مړو شویو کسانو کې دوې مېرمنې او دوه ماشومان دي. پکتین د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودلی