تیره اوونۍ په کندهار کې ۱۰۸ وسله وال وژل شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60477
باچاه پښتونزوی
دخبریدو نیټه : 2014-07-31

تېره یوه اونۍ د کندهار په ژړۍ او میوند ولسوالیو کې یو سلو اته وسله وال طالبان وژل شوي چې ډیر ی یې بهرنیان دي. د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، د یو شمیر وژل شویو بهرنیانو جسدونه یې سره صلیب ته سپارلي او ځېنې نور اوس هم له دوی سره دي. درانی وايي، په دغو عملیاتو کې اوه ویشت نور وسله وال ټپیان شوي او شپیته میله وسله او یو سلو پنځوس کړۍ ماینونه هم د امنیتي ځواکونو له لورې کشف او خنثی شوي دي. نوموړي همداراز وویل، د عملیاتو په لړکې اته امنیتي سرتېري وژل شو ي او پنځه نور ټپیان شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه دشوې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي