په لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله ۴ تنه مړه شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60482
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-31

د پل علم ـ ګردیز په لویه لاره کې د یوې ترافیکي پیښې له امله څلور تنه مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي. د پکتیا د ملکي روغتون چارواکي وايي، چې پيښه نن سهار د تیرې کوتل په سیمه کې له غره سره د یوه فلنګوچ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا په ټپیانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي. یاد موټرله کابله پکتیا ته روان و او د پیښې لامل هم د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.