اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د جان کیري دخبرو ملاتړ وکړ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60483
باچاه پښتونزوی
دخبریدو نیټه : 2014-07-31

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ټاکنيزې ډلې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري وروستۍ څرګندونې پرځای بولي. د دواړو ټاکنیزو ټیمونو غړي وایي،چې د جان کیري په منځګړیتوب دواړو نوماندانو د صدارتي نظام په جوړولو کومه هوکړه نه ده کړی. دوی وایي، نوماندان یوازې په دې سره سلا شوي،چې ګټونکی نوماند به بایلونکي ته د اجراییوي ریس څوکۍ ورکوي. دعبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ویاند مجیب رحیمي وویل، په لومړیو کې به بایلونکی اجراییوي رییس وي او په اساسي قانون کې د تعدیل له راوستلو وروسته به صدراعظم ټاکل کیږي . دی وایی، د جان کيري د ليکنې اصلي او اساسي هدف د صدارتي نظام په اړه دى، چې خلکو ته په دې اړه د راپيدا شويو اندېښنو په هکله ډاډ ورکړي. خو د اشرف غني احمدزي ټاکنیزې ډله بیا وایي،چې دوی د صدارتي نظام په اړه کومه پریکړه نه ده کړي بلکې د اجراييوي رياست څوکۍ د کړې ژمنې له مخې احمدضياء مسعود ته ورکوي ، چې د ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال ددوى له ډلې سره يوځاى شوى وو.