ولسمشر کرزي له ډانیل فېلډمن سره وکتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60484
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-31

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا نوي ځانګړي استازي ډانیل فېلډمن سره وکتل. د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، دغه لیدنه چې نن په ارګ کې ترسره شوه، د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو د رایو د تفتیش او په دې اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه ولسمشر کرزي ته معلومات ورکړل. سرچینه لیکي، چې ولسمشر د رایو د بیا شمېرنې پروسې پر ژر بشړېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې میلیونونو افغانانو په ټاکنو کې برخه واخیسته او اوس د پایلو په تمه دي تر څو له دې لارې د یوه نوي ولسمشر او حکومت خاوندان شي.