د اوباما د محاکمې پرېکړې وشوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60487
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-31

د امریکا مشرانو جرګې هغه پرېکړه منلې ده، چې پربنسټ یې ولسمشر بارک اوباما له ځپل واک نه د ډېرې ګټې اخیستو په تور محاکمه کېدای شي پر دغې موضوع ۲۲۵ امریکايي استازو د موافق او ۲۰۱ د مخالفت رایې ورکړې. ددغې پرېکړې تاییدوونکو ویلي، اوباما د روغتیايي بیمې د قانون په تړاو له خپل واک نه ډېره ګټه اخیستې ده. په کانګرس کې جمهوریت غوښتونکو شکایت کړی و، چې ولسمشر اوباما د قانون په چوکاټ کې له خپل واک نه ډېره ګټه اخلي. د بېلګې په توګه یې د هغې پرېکړې لپاره د لارې هواری بللی و، چې د کوچني عمر ناقانونه کډوالو د ستنولو په اړه یې کړې ده. دوی ویلي وو چې له طالبانو سره د پنځو کلونو لپاره د بندي امریکايي د تبادلې په برخه کې یې هم له قانوني واک نه هاخوا عمل کړی. وړاندې، په امریکا کې د ولسمشرانو د محبوبیت په تړاو یوې ترسره شوې نظر پوښتنې ښوولې وه چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر بارک اوباما د امریکایانو تر منځ تر ټولو کم محبوبیت لري.