کندهار او لښکرګا ته د بريښنا غځيدلي مزي ورغول سوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60497
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-08-01

نن لس بجي او شل دقيقي د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په اړوند سيمو کې د کندهار او لښکرګا ښارونو او کجکي تر منځ د بريښنا شکيدلى مزى ورغول سوه او د کندهار ښار او لښکرګاه ښار ته بريښتا ورکول سوه .
 د  کجکي بريښنا شاوخوا يوه مياشت مخکي په سنګين ولسوالۍ کې د ناامنيو او ماينونو له امله قطعه سوي وه او تر دې مهاله د بريښنا کارکوونکو کار پر کاوه .
په دې موده کې د نوموړي ولسوالۍ د بريښنا امر محمدنبي هم د ماين چاودني وواژه .
ښاغلی فاروقي وايې ، چې له دې وروسته  د پخوا په شان بيرته د بريښنا جريان جاري سو ، تر دې مخکي د کندهار  ښار د صنعتي پارکونو شپږ ميګاواټه بريښنا کندهار ښار ته په نوبت ورکول کيده ،  چې ډيره کمه وه .
د بريښنا شرکت مسوولين د کندهار ښار له خلکو غواړي ، چې خپل د  بريښنا پيسي تحويل کړي .