حماس ډلې د اسرایلي عسکر د نیولو خبر رد کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60514
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-01

حماس هغه راپورونه رد کړي چې ګنې دې ډلې یو اسرایلی پوځي نیولی دی. دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ورک شوي اسرایلي پوځي له برخلیکه بې خبره دي او ښايي وژل شوی وي. اسرایلو ادعا کړې وه چې دغه ۲۳ کلن پوځي یې د حماس د یوه تونل د ویجاوړلو پر مهال د حماس جنګیالیو نیولی دی. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر حماس غږ کړی که د جګړې د پای ته رسولو غوښتونکي وي باید له قید او شرط پرته نیول شوی اسرایلی پوځي خوشی کړي. دغه راز یې ویلي چې اسرایل باید تر ځمکې لاندې د حماس تونلونه ویجاړ کړي، خو په غزه کې دې له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې نه په نښه کوي.